ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب برخې پوهان: په یخچال کې د اوبو یخولو لپاره د پلاستیکي بوتلونو او لوښو له کارولو دې ډډه وشي

د طب برخې پوهان: په یخچال کې د اوبو یخولو لپاره د پلاستیکي بوتلونو او لوښو له کارولو دې ډډه وشي

author avatar
16 Jul 2023 - 19:41
د طب برخې پوهان: په یخچال کې د اوبو یخولو لپاره د پلاستیکي بوتلونو او لوښو له کارولو دې ډډه وشي
author avatar
16 Jul 2023 - 19:41

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲): که څه هم ډاکتران د بدن اوبو کموالي د مخنیوي لپاره، د ډېرو اوبو څښلو سپارښتنه کوي، خو وايي، په یخچال کې د اوبو یخولو لپاره د پلاستیکي بوتلونو کارول د جانبي عوارضو لامل کیږي او باید له اوبو یې استفاده ونه شي.

نن د چنګاښ ۲۵ مه په کابل کې د تودوخې درجه ۳۲ سانتي ګراد ته رسېږي، خو لمروهنه هغه مهال رامنځته کېږي چې د تودوخې درجه له ۴۰ سانتي ګراده واوړي او بدن ونه شي کولای د شدیدې تودوخې پر وړاندې مقاومت وکړي.

د یخ وهلو اوبو د څښلو زیانونه

د اتاترک ملي او تخصصي روغتون رییس ډاکتر نورالله منصور پژواک خبري اژانس ته وويل، هر کال په اوړي کې د تودوخې درجه ۴۰ سانتي ګراد ته رسېږي او اوبو ته د بدن اړتیا زیاتیږي.

هغه په ​​داسې حال کې چې سپارښتنه یې وکړه، باید د بدن اوبو د ضایع کېدو او لمروهلو مخنیوي لپاره ډېرې اوبه وڅښل شي، خو ویې ویل چې د یخ وهلو اوبو له څښلو باید ډډه وشي؛ ځکه د جانبي عوارضو لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه: «څیړنې ښیي چې د یخ وهلو اوبو څښل د ستوني درد، دماغ ته د وینې کم جریان، د سر درد، د غاښونو درد، د غاښونو حساسیت او هاضمې سیستم ګډوډېدو لامل ګرځي.‎»

هغه وويل، هغه کسان چې د معدې او نيم سري په ستونزو اخته دي، بايد ډېرې سړې اوبه ونه څښي، ځکه چې یخ وهلې ‎اوبه یې د ناروغۍ زیاتېدو لامل کیږي.‎

په ورته مهال، د بامیان ولایتي روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر اشرف پارسا هم د اوړي‎ په موسم کې پر کافي اوبو څښلو ټینګار کوي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د ګرمۍ پر مهال له پاکو مایعاتو او پاکو اوبو استفاده وکړي او له یخچالي او یخ وهلو اوبو څخه ډډه وکړي.

هغه د ​​یخچالي اوبو زیانونو په اړه وویل، ‎د یخ وهلو اوبو څښل کولای شي هاضمې سیسټم د ګډوډېدو، قبضیت، عصبي ستونزو او پر ځیګر د ناوړه اغیزو لامل وګرځي.

هغه زیاته کړه، د حافظې کمزورتیا، د ذهن کمزورتیا، د سترګو پړسوب او د خوب ګډوډېدل د یخو وهلو اوبو د څښلو نور عوارض دي.

ډاکټران: د اوبو یخولو لپاره له پلاستیکي بوتلونو او لوښو ډډه وکړئ

د کابل ښار د وزير محمداکبرخان روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر فريدشاه رفيعي پژواک ته وويل، په يخچال کې د اوبو د يخولو لپاره له پلاستيکي بوتلونو کارول ناسم کار دى او د اوبو څښل یې خطرناک دي.

هغه زیاته کړه: «د پلاستیکي بوتلونو او لوښو مضره مواد په یخچال کې له اوبو سره یوځای کیږي او د بېلابېلو ناروغیو لامل کیږي.»

د هغه په خبره، په پلاستیکي لوښي کې یخ بسته کېږي او یخ له بوتل یا پلاستیک سره ډېر چسپېږي او ښايي همدا مواد له پلاستیکه جلا شي او له اوبو سره ګډ او د انسان بدن ته د ننه شي.‎

هغه سپارښتنه وکړه چې په یخچال کې باید د پلاستیکي بوتلونو له اېښودو ډډه شي او له فلزي او نکلي لوښو چې مقاومت یې ډېر دی، استفاده وشي.

دغه راز سرچينې د معدني اوبو پلاستيکي بوتلونو ته په اشارې‎ وويل چې دغه بوتلونه یو وارمصرف دي او ځيني نور پلاستيکي بوتلونه د انقضا تاریخ لري.

هغه زیاته کړه: «له یو وارمصرفه بوتلونو پر له پسې استفاده کول خطرناک دي؛ ځکه هماغه کېمیاوي مواد چې د بوتل په پلاستیک کې دي له اوبو سره ګډیږي.»‎

هغه هم سپارښتنه ‎وکړه چې د اوبو یخولو لپاره د پلاستیکي بوتلونو پر ځای په یخچال کې له المونیمي لوښو استفاده وشي.

Views: 170

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.