Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د زندانونو د چارو د تنظیم اداره تېر یوه کال کې هېواد ته له ایران او کوېټ هېوادونو څخه له ۱۲۰۰ ډېرو افغان بندیانو د انتقال خبر ورکوي او وایي چې همدې موده کې د هېواد له زندانونو ۱۶ زره زندانیان خوشې شوي، خو ۱۶ زره نور بندیان په بندخونو کې ساتل کېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په ترکيه کې له مېشتو افغان پانګوالو وغوښتل چې د هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي ترڅو افغانان د پرديو له احتیاجه خلاص شي.
بلخ کې یو شمېر معلولینو او ځوانانو د ځوانانو نړۍوالې ورځې په پار د یوې راټولېدنې په ترڅ کې له سرپرست حکومته دوی ته د کاري فرصتونو د برابرېدو غوښتنه وکړه.
د کندوز سیمهییز مسوولین وایي، تېر یو کال کې څه باندې ۹۰۰ بهرني سیلانیان د دغه ولایت د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته راغلي دي.
د ټولګټو وزارت وایي چې د کابل – میدانوردګ لاره تر بلې خبرتیا د ورځې له خوا د باروړونکو او لویو مسافروړونکو موټرو پر مخ چې د کابل لوري ته ځي وتړل شوه.
د کاپیسا ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت «حصه دوم کوهستان» ولسوالۍ کې یوه ځوان خپله مور د چاقو په وسیله وژلې چې وروسته دغه ځوان د خپل ورور له لوري په ښکاري ټوپک ټپي شوی دی.
د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې یوه کورنۍ چې څه باندې څلور کاله مخکې یې د بهرنیو ځواکونو په برید کې څلور غړي له لاسه ورکړي او شپږ نور ټپیان شوي وو، د عدالت غوښتنه کوي او وايي چې اسلامي امارت او رسنۍ یې دې غږ تر نړۍوالې محکمې ورسوي.
په خوست کې «د رڼا ننداره» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون په دغه ولایت کې د مطالعې دود د پراخولو په موخه پرانیستل شو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر ترکيې ته د دغه هېواد له چارواکو سره پر لیدلو سربېره په يوه کنفرانس کې د ګډون په موخه په رسمي سفر ولاړ.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وياند وايي، په ټول هېواد کې د کوډګرو مخه نيسي، هغوی نیول کېږي او محکمې ته يې معرفي کوي.
غور کې له ۵۵۳۳ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو، زابل کې له ۳۰۰۰ زده کوونکو سره د کتابونو او قرطاسيې، پکتيا او ننګرهار کې له ۱۲۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د سند ایالت له محبسونو څخه ۴۴ افغان بنديان خوشې او هېواد ته ستانه کړای شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP