د فوټبال د اسیا جام غوراوي سیالیو کې د افغانستان له پنځلس کلونو کم عمره فوټبال لوبډلې د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د اسلامي امارت د مشر د حکم پربنسټ، ډاکتر ګل محمد عثمان د افغانستان د طبي شورا د سرپرست او مولوي عبدالباقي حقاني د امتحاناتو ملي ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.
د لغمان مسوولین وايي، د دغه ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.
پخواني ولسمشر کرزي په هېواد کې د افغانانو ترمنځ ملي ډیالوګ اړین بللی او د هغه پر ژر تر ژره پیلېدو یې ټینګار کړی دی.
ترکيه وايي، د روان زېږديز کال له پیله تر اوسه يې له خپل هېواده څه باندې ۵۷ زره ناقانونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.
د کابل ښار د ځاځي پارک مسوولین وايي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا ورته لارښوونه شوې چې تر دې وروسته اجازه نه لري مېرمنې پارک ته ور پرېږدي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه شاوخوا ۸۶۵۹ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښمو د پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د څه باندې څوارلس میليون افغانيو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
روسيه وايي، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته یوه اونۍ وروسته د نومبر په ۱۶مه (راتلونکې چهارشنبه) په مسکو کې جوړه شي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور او د افکو شرکت رئیس محمود کرزي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دی ممنوع الخروج اعلان شوی دی.
د قرغیزستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي د اسلامي امارت له مرستیال سره په کتنه کې د ښځو حقونو د ټینګښت او سیاسي جوړښت په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه مطرح کړي دي.
د کابل امنيتي مسؤولين وايي چې د کابل په قره باغ کې څلور تورن قاتلين د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.