د پاکستان لومړي وزیر د چین له ولسمشر سره په لیدنه کې د افغانستان د وضعیت په ګډون پر سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ (UNHCR ) په نورستان کې له هغو ۹۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه چې په تېرو کلونو کې د جګړو له امله بېځایه شوې وې او له تېر یوه کال راهیسې بېرته خپلو مېنو ته راستنې شوې دي.
د هوا پېژندنې ادارې په څو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، د تېر یوه کال موده کې په افغانستان کې د کوکنارو کروندې تر تېر کال ۳۲ سلنه زیاتې شوې دي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي، له هغه مهاله چې د کوکنارو پر کر بنديز لګېدلی، په ټول هېواد کې د کوکنارو هیڅ بوټي نه دی کرل شوی.
د هلمند مسوولين وايي چې په مرکز لښکرګاه د زړې مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی .
د افغانستان بانک وايي، تر یوې میاشتې پورې لس میلیارده افغانۍ چې ۳۸۰ میلیون بانک نوټونه دي او په پولنډ کې نوې چاپ شوې دي، هېواد ته را رسیږي.
د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کې د لسګونو نويو کسانو د ګومارنو ترڅنګ د دغه وزارت لپاره دوه مرستیالان او د هوايي قواوو قومندان ټاکل شوي دي.
له هېواده بهر «د افغانستان د عدالت او ازادۍ» په نوم ګوند د خپل شتون د اعلان پر مهال د فدرالي نظام پر جوړښت ټينګار وکړ، خو یو شمېر کسانو يې په اړه غبرګونونه ښودلي او نيوکې يې پرې کړې دي.
د کابل پوهنتون مخکېنی استاد فیضمحمد ځلاند وايي، دی امریکا ته په رسمي سفر بلل شوی و، خو د تکزاس ایالت ډالاس هوايي ډګر ته په رسېدو د امریکا امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو، خو اوس بېرته کابل ته راستون شوی دی.
د جاپان د بهرنیو چارو وزير وايي چې هېواد يې په افغانستان کې ديپلوماتیک فعالیت له سره پيل کړی دی.
د کرکټ نړۍوال شل اووریز جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه انګلستان ته وبایلله.
مسوولین وايي، په ميدان وردګو، فراه او لغمان ولایتونو کې له څه باندې ۲۲زرو اړو کورنيو او کروندګرو سره د خوراکي توکو، اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې مرسته وشوه.