د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د دغه ولایت د شپږمې سرحدي لوا دوه امنیتي کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پر دې سربېره چې وایي، تر اوسه افغانانو ته هیڅ اساسي کار نه دی شوی، له ټولو مسؤولینو وغوښتل چې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه واوسي او د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي.
د کندوز د علياباد ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت او د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ٢١ بېلابېلو عامالمنفعه پروژو چارې پيل شوې.
د کندوز امنیه قومانداني وایي، په کندوز ښار کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسلهوال وژل شوي دي.
ماليه وزارت وايي، د روان لمريز کال له پیله د تلې مياشتې تر ۲۱مې نېټې يې ۳۳ میلیارده او ۳۵۶ میلیونه افغانۍ غیر مالیاتي عواید راټول کړي دي.
امنيتي مسوولین وايي، د «خوارجو» دوه مهم غړي يې د عملیاتو پرمهال او دغه راز په کابل ښار کې يې دوه غله چې له يوه صراف څخه يې پنځه میلیونه افغانۍ غلا کړې وې، لاس په لاس نيولي دي.
د بلخ امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کلي کې يې څلور جریبه کښت شوي چرس له منځه وړي دي.
د کابل امنيتي مسوولين وايي چې د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده، خو مرګ ژوبله نه لري.
د کابل امنيه قومندانۍ مسوولین وايي، پولیسو د کابل ښار په لسمه امنيتي حوزه کې يو مشهور “غل” وژلی دی.
د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې یو کس خپله ښځه وژلې ده.
د «بدلون» تر شعار لاندې د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د موجوديت اعلان وکړ او د مفاهمې له لارې يې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP