د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا له لوري د اسلامي امارت په ځینو مشرانو د ویزو بندیزونه لګول د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ رامنځته کوي.
د خوست په مرکز خوست ښار کې د یوه ملي سوداګر په لګښت د یوه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له لوري په کابل کې پر ۷۵ معلولینو ویلچېرونه ووېشل شول.
د غزني مسوولین وايي، د غزني ـ کندهار په عمومي لویه لاره د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ستر تجارتي سوداګریز مرکز (سینټورېس مال مارکېټ) کې اورلګېدلی او وروسته کابو شوی دی.
د کابل امنيه قومنداني وايي، پولیسو هغه تورن قاتل له ۷ نورو همکارانو سره نیولی چې میاشت وړاندې یې له يوه ۱۴ کلن ماشوم څخه سر پرې کړی و.
د ميدان وردګو مسوولین وايي، د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې يوې مېرمنې خپله د بنې لور (بنزۍ) مړه کړې ده.
د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، په ځینو ادارو کې تازه ګمارنې شوي چې له مخې يې محمد نبي عمري د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او عبدالغني د عدلیې وزارت د اداري او مالي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
د استخباراتو ریاست وايي، د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې دوه تنه له انسان تښتوونکو ژغورلي دي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) مشرې انوبا سود او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مرستیالې سورایا بزرګووا نن د تلې په ۱۲مه د کندهار له ولایتي مسوولینو سره وکتل.
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د مرستو کوونکو هېوادونو له لوري د بشرپاله مرستو په دوام نن د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته را ورسېدله.
د «هشت صبح» او «زاویه نیوز» خبري شبکو وېبپاڼې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري وتړل شوې.