د بهرنيو چارو سرپرست وزير وايي، اسلامي امارت له نړیوالو سره د رغنده تعامل پالیسي پر مخ وړي او په دې برخه کې یوناما هم ښه رول لوبولی شي.
د بلخ امنيتي مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو درې کسان د وسلو د قاچاق په تور نیولي دي.
د هلمند مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې یو ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی دی.
په میدان وردګو، لغمان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې له ۳۰۴۹ بېوزلو او سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه.
په اتريش کې د ويانا د غونډې ګډونوالو د دې ترڅنګ چې وايي د سياسي خبرو اترو له لارې د هېواد د ستونزو د حل په لټه کې دي، له افغانانو سره د نړۍ د مرستو د عادلانه وېش لپاره د څارنې د يوه ميکانيزم د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوي.
په کندهار کې نن د کندهار ښار او ولسوالیو د ۴۰ کرکټ کلبونو تر منځ د انټرکلیب سیالۍ پيل شوې.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پرون د دغه ولایت مرکز پلخمري اړوند په «قول پلنګ» سیمه کې یوه کس خپله مېرمن په چاړه وهلې او وژلې ده.
د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ دوو ځوانانو، له ښاره کلي ته د کتاب لوستنې فرهنګ لېږد او د خلکو د پوهې کچې لوړولو په موخه، زرګونه ټوکه کتابونه راټول کړي او په دغې ولسوالۍ کې یې یو عامه کتابتون جوړ کړی دی.
د لوګر د مرکز او ولسوالیو یو شمېر کروندګر او بڼوال وايي، سوداګر دې کرنیز محصولات د کلدارو پر ځای پر افغانیو ورڅخه وپېري او له هغو کسانو سره دې قانوني چلند شي چې پر کلدارو راکړه ورکړه کوي.
د کابل – غزني لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د ترمیم چارې نن د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې د یوه خصوصي شرکت له خوا پيل شوې.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د لاسي بم په چاودنه کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسلامي امارت وياند وايي، د پنجشېر په درېيو ولسوالیو کې تصفيوي عمليات شوي چې د څلورو قومندانانو په ګډون ۴۰ تنه په کې وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور نيول شوي دي.