د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي چې په کابل کې د ۱۳ ولایتونو په ګډون د هنډبال نهه ويشتم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې ترڅنګ چې د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی چې بندیزونه د فشار د وسيلې په توګه ونه کاروي، وايي چې پر سفرونو بندیز که بيا تمدید شي، د سیاسي ډیالوګ او تعامل پر ځای به واټن رامنځ ته کړي.
سرچينې وايي چې د کابل ښار په خيرخانه سيمه کې چاودنه شوې ده.
د زابل د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونو په مرکز کلات او ولسوالیو کې نه یوازې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، باغونه، کورونه، جوماتونه، کارېزونه او دوکانونه ویجاړ کړي بلکې سلګونه څاروي یې هم مړه کړي دي.
د خوست امنيه قوماندان وايي، په تېر یو کال کې یې په دغه ولایت کې د جرمونو مخینوی کړی او د نشهيي توکو د پېر او پلور کچه یې ۹۵ سلنه راټيټه کړې ده.
د ميدان وردګو مسوولین وايي چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور يې درې کسان له لسګونه کیلوګرامه چرسو سره نيولي دي.
د پوهنې وزارت مسوولینو «ملت ته د حکومت د حساب ورکولو» په مراسمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه وویل، د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو طرحه لا هم بشپړه شوې نه ده.
په کندهار کې د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه جوړه شوې غونډه کې د سوداګرۍ برخه کې پر شته ستونزو خبرې وشوې او له چارواکو یې د هواري غوښتنه وشوه.
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د اسیا جام سیالیو لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د تاريخي ابداتو د ساتنې او بيارغونې برخه کې د مخکنیو چارواکو پر نه پاملرنې نيوکه کوي او وايي، دغه ځايونه چې د یاد ولايت هويت او لرغونتوب څرګندوي، د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.
د کندهار په لسمه ناحیه کې د یوې لېسې د ودانۍ د جوړولو چارې چې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته د لومړي ځل لپاره د «ټپي» په نوم مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.