ملګرو ملتونو له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې، زیاته کړې یې ده چې هیڅ کډوال باید په زور او جبر خپل هېواد ته ونه لېږل شي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د څلورمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر پنځم سړک د سلطان محمود غزنوي سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې.
کندهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي چې پاکستانیو ځواکونو د وېش په دروازه کې پر عامو افغانانو ډزې کړې چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي دي.
ځایي مسوولین وایي چې د کندهار په سپينبولدک ولسوالۍ کې د قضايي او سيمهييزو مسوولينو له خوا د عامو خلکو پر وړاندې پنځه کسان په دُرو ووهل شول.
د پاکستان د لنډمهاله حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي چې دوی به له راتلونکې میاشتې د هغو کډوالو چې د دغه هېواد جعلي تذکرې یې جوړې کړې، (ډياېنای) ټسټ کوي.
د پاکستان سرپرست حکومت ویلي، که د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې غیرقانوني افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه نه شي، په زور به ایستل کېږي.
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د یوناما له مشرې سره د سيمهييزې همغږۍ، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، د خصوصي سوداګريز او بانکي سکټور د احيا د لارو چارو، د ماين پاکۍ فعاليتونو، او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د ملي لوبغاړو رحمنالله ګربز او رحمتشاه د غوره لوبې له امله افغانستان د کرکټ نړۍوال جام په دویمه تمریناتي لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه.
ځایي مسوولین وایي چې اروزګان او جوزجان ولایتونو کې په ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایې چې د دغه ولایت د پارکو لوبغاړو په ولایتي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی دی.
. . .