. . .
د عدلیې وزارت له یو شمېر اتحادیو او خیریه بنسټونو غوښتي چې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.
د ننګرهار د ټرانسپورت رياست لپاره د اړوند وزارت له انکشافي بودجې په اته نيم ميليونه افغانيو لګښت د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د کرکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشدخان د کرکټ بورډ د پخواني اجراییوي رییس شفیق ستانکزي هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د نړۍوال جام لپاره غوره ملي لوبډله نه ده ټاکل شوې.