[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۲): د کرکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشدخان د کرکټ بورډ د پخواني اجراییوي رییس شفیق ستانکزي هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د نړۍوال جام لپاره غوره ملي لوبډله نه ده ټاکل شوې.
راشد خان د تلې په ۹مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي : «زما په نظر د نړۍوال جام لپاره تر ټولو غوره ملي لوبډله ټاکل شوې ده، زه باور لرم چې دا لوبډله به غوره لوبې نندارې ته وړاندې کوي.»
https://twitter.com/rashidkhan_19/status/1708539335971086554?s=20
هغه د افغانستان کرکټ بورډ پر پخواني اجراییوي رییس شفیقالله ستانکزي نیوکه کړې چې د هغه د ماموریت پر مهال د «جوړ جاړیو» له امله د نړۍوالو جامونو لپاره سمې لوبډلې و نه ټاکل شوې چې له امله یې افغانستان ډېرې لوبې وبایللې.
راشد خان ویلي، د دې پر ځای چې ناسم معلومات خپاره شي، باید د ملي لوبډلې او لوبغاړو ملاتړ او ننګه وشي.
هغه لیکلي دي چې د افغانستان اوسنی سکواډ د تېرو کلونو په پرتله ډېر ښه دی او لوبغاړي تر بل هر وخت ډېر فټ او روغ دي.
شفیق ستانکزي تر دې دمه د راشد خان د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د کرکټ د مبصر، لیکوال او ژورنالېست جعفر هاند د معلوماتو له مخې، ستانکزي څو ورځې مخکې له بيبيسي پښتو سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د افغانستان د لوبډلې ځینې مهم لوبغاړي ژوبل دي او «تیاری یې په صفر کې ضرب دی او د لوبډلې شپږ مهم لوبغاړي روغ نه دي.»
هاند پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړۍوال جام کې ده او نړیوال جام په کرکټ کې تر ټولو لویې او سترې سیالۍ دي. ښه ده، چې په دې دومره مشکلاتو او ستونزو کې بیا هم هېواد کم ترکمه په کرکټ کې د سیالانو سره سیال او اوږه په اوږه ولاړ دی.»
ده زیاته کړې: «نه وایم چې د اصلاح لپاره خبرې، لیکنې او بحثونه ونه شي، و دې شي، خو دا لوبغاړي تر بل هر وخت اوس د خپلو وطنوالو او مینه والو ننګې او حمایت ته ډېر ضرورت لري. ښه به وي، چې په اوسني وضعیت کې د لوبغاړو ډېره ملا وتړل شي او له داسې خبرو حد اقل د نړیوال جام په مهال ډډه وشي، چې د لوبغاړو مورال کمزوری کوي او یا داسې بحثونو ته لار پرانیزي چې اوس یې ضرورت ډېر نه لیدل کېږي.»
[/restrict]