ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د یوه سوداګر په ۳۱ میلیون افغانیو شخصي لګښت یوې مدرسې ته ودانۍ جوړېږي

هلمند کې د یوه سوداګر په ۳۱ میلیون افغانیو شخصي لګښت یوې مدرسې ته ودانۍ جوړېږي

author avatar
3 Oct 2023 - 00:54
هلمند کې د یوه سوداګر په ۳۱ میلیون افغانیو شخصي لګښت یوې مدرسې ته ودانۍ جوړېږي
author avatar
3 Oct 2023 - 00:54

[restrict paid=”true”]

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د هلمند د سنګین ولسوالۍ د چرخکیانو مانده سیمه کې د څه باندې ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت د محمودیه په نوم دارالعلوم او یوه جومات ودانیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده مدرسه د ملي سوداګر نظرمحمد په شخصي لګښت د څه باندې ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت پر لس‌نیم جریب ځمکه جوړېږي.

هغه زیاته کړه، په دې مدرسه کې پر یو وخت ۳۵۰ زده‌کوونکي او جوړېدونکی جومات د ۷۰۰ لمونځ‌کوونکو ځایولو وړتیا لري.

د يادونې ده، د اسلامي امارت له راتلو سره سم په دغه ولایت کې ګڼ شمېر دیني مدرسې، خصوصي او دولتي ښوونځي فعال شوي او د ځینو ښوونځیو ودانۍ بیارغول شوې دي.

[/restrict]

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.