[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): د پاکستان د لنډمهاله حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي چې دوی به له راتلونکې میاشتې د هغو کډوالو چې د دغه هېواد جعلي تذکرې یې جوړې کړې، (ډياېنای) ټسټ کوي.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د تلې په ۱۱مه، په اسلاماباد کې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې په دې اړه پرېکړه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په دې غونډه کې لومړي وزیر انوارالحق کاکړ، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر او د کابینې غړو برخه اخیستې وه.
د دغه هېواد د لنډمهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي له یادې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې د راتلونکې نوامبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دې ټول غیر قانوني کډوال له دغه هېواده ووځي.
هغه زیاته کړې، کوم چې تر ټاکلې نېټې ونه وتل، هغوی به په زوره ایستل کېږي.
بګټي وویل، سلګونو زرو کډوالو په پاکستان کې جعلي تذکرې (شناختي کارټونه) جوړ کړي، خو اوس دوی د (ډياېنای) ټسټ امکانات ترلاسه کړي او د دغو کسانو د پیدا کولو لپاره د غیرقانوني کډوالو ټسټونه کېږي.
د نوموړي په وینا، دوی به یوه ځانګړې شمېره هم خپروي، څو خلک دوی ته د غیرقانوني کډوالو او هغو کډوالو په اړه چې جعلي اسناد یې جوړ کړي، معلومات ورکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، کومو کډوالو چې جعلي اسناد جوړ کړي د هغوی کورونه او شتمنۍ هم ضبطیږي .
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP