د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د روان کال سلواغې میاشت کې د هېواد په بندرونو کې د نفتي توکو د ۸۶۶۲ ټانکرو ارزونه شوې چې له دې ډلې ۳۵۲ ټانکره یې بېکیفیته تثبیت شوي او د واردولو مخه یې نیول شوې ده.
تېره اونۍ، ځینو سرچینو افغانستان کې پر بشري او امنيتي وضعیت اندېښنې څرګندې کړې، خو ا.ا مغرضانه او له پروپاګنده ډکې وبللې، له افغانستان سره ۱،۱ میلیون ډالره مرسته اعلان شوه، کابل او ترکمنستان کې د افغاني محصولاتو ګډ سوداګريز ننداتونونه جوړ شول.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، د پنجوایي ولسوالۍ د زنګياباد سیمې په یوه کور کې لاسي بم چاودنه کړې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون هېواد کې د اهلهنود د غصب شوو ځمکو د څېړنې بهیر پیل کړی دی.
د کابل ښاروالي وایي چې تېرو دوو کلونو کې کابل کې لږ تر لږه ۸۰۰ زره نیالګي اېښودل شوي او نوي کال کې به دغه ښار کې دوه میلیونه نیالګي کېښودل شي.
يوناما د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګولي محدودیتونه دې نور پای ته ورسوي خو اسلامي امارت وايي چې د ښځو ټول شرعي حقوق یې خوندي کړي دي.
د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له المانه غوښتي چې افغان کډوال په جبري ډول را ونه باسي خو که څوک په خپله خوښه افغانستان ته راځي، هرکلی او ملاتړ یې کوي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د نيمروز په ابریشم بندر کې یو کس چې غوښتل يې څه باندې ۸۰۰ زره امريکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي، نیول شوی دی.
افغان سوداګرو د هند له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې له هندي لوري د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
د بلخ حکومتي مسوولین وايي چه په دغه ولایت کې و واورې ورېدو له امله څلور زره څاروي تلف شوي او د شپږو ولسوالۍ لویې لارې له مرکز سره تړل شوې دي.
تېره اونۍ، ځینو سرچینو افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه، خو ا.ا بېځایه وبللې، لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا وښوده او له افغانستان سره ۲۶،۷ میلیون ډالره مرسته وشوه.
د فراه د ښاروالۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.