د انګلیستان «ايسېکس» نړۍوال پوهنتون د ځغاستې نابینا افغان لوبغاړي وليمحمد نوري ته د هغه ورزشي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو ته د درناوي په پار افتخاري دوکتورا ورکړې ده.
.د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د سمتي سرزرو کان د لومړي بلاک کیندنې او پروسس چارې پیل شوې
د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د زیربناوو، ترانزیټ، انرژۍ او زدهکړو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي او باور لري چې دغه هېواد باید د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ پر یوه ارتباطي پل بدل شي.
د افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د سیاسي سلا مشورو درې اړخیزه ناسته کې چې په کابل کې ترسره شوه، د دغو هېوادو ترمنځ د قوي اړیکو پر رامنځته کېدو، سیمهییز ثباب، اقتصادي نښلونې او د ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزراء سره په جلا لیدنو کې د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ هغه ته بلنه ورکړه څو دغو هېوادونو ته رسمي سفر وکړي.
ټاکل شوې د پنځو لوبډلو په ګډون د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ سبا په کابل کې پیل شي
د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیل هوایي بریدونو کې ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي او د روسیې په څېر دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.
د روسیې له خوا د افغانستان د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندلو وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی چې بیجینګ د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراختیا ملاتړ کوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ویلي، تمه لري چې حماس په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند د طرحې په تړاو خپله پرېکړه وکړي.
هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایرانه د اسلامکلا بندر له لارې څه باندې ۳۱ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.
د فغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د اسیا ملتونو جام (کافا) د ګروپي پړاو سیالیو لپاره د افغان فوټبال ملي لوبډلې سیال ټیمونه اعلان شول.