غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۰ ورزشکارانو په ګډون «د همدردۍ او دوستۍ جام» په نوم د بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وروستیو ټیلېفوني خبرو یې د اوکراین جګړې پای ته رسولو په تړاو هڅو کې هیڅ پرمختګ نه درلود.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه نهايي شوې او هڅه کوي چارې یې له کوم ځنډ او خنډ پرته پر مخ ولاړې شي.
اروپایي ټولنې خبر ورکړی چې له سل ټنه بشري مرستو بار یوه الوتکه یې نن سهار کابل ته رسېدلې ده.
د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الرورنډرانو په تازه درجهبندۍ کې عظمتالله عمرزي لومړی او محمدنبي عیسیخېل دویم مقام ترلاسه کړی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاسانجلس ښار کې د «غیرقانوني» کډوالو د نیولو له امله د رامنځته شوو شخړو او نښتو د کنټرول لپاره دغه ښار ته د ملي ګارډ د ۲۰۰۰ سرتېرو د استولو امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، روسیه کې د اوکراین د ډرون بریدونو له امله په مسکو کې دوه مهم هوايي ډګرونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي دي
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د دغه هېواد د موثریت څانګې له مخکیني مشر او میلیاردر ایلان ماسک سره یې اړیکه پای ته رسېدلې دي.
د دایکنډي یو اوسېدونکی چې په دغه ولایت کې یې د لبنیاتو پروسس یوازېنۍ کارخونه جوړه کړې، له حکومت او همکارو موسسو غواړي چې له کوچنیو ځايي پانګونو ملاتړ وکړي، څو د کورنيو تولیداتو د ودې او په دایکنډي کې د کاري فرصتونو پیدا کېدو زمینه برابره شي.
د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د لیلامي توکو په یوه سرای کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
هرات کې یو شمېر کروندګر له حکومته غواړي چې د کچالانو حاصلاتو ټولولو په فصل کې دې پر ورته وارداتي محصول تعرفه لوړه کړي او یا دې د هغو پر وارداتو بندیز ولګوي.
یو شمېر خلک د فاریاب په ولایتي روغتون کې د درملو له کمښته شکایت کوي او د عامې روغتیا او مرستندویه موسسو له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د حل برخه کې جدي پاملرنه وکړي.