میمنه (پژواک، ۱۸غبرګولی ۱۴۰۴): یو شمېر خلک د فاریاب په ولایتي روغتون کې د درملو له کمښته شکایت کوي او د عامې روغتیا او مرستندویه موسسو له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د حل برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
هغوی له اقتصادي ستونزو ځورېږي او وايي چې د درملو پېرلو وس نه لري.
د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکی جمالالدین وايي چې پلار یې د میمنې ښار په روغتون کې بستر دی او له یوه امپول پرته یې نور ټول درمل له بازاره پېرلي چې تر اوسه یې ۵۵۰۰ افغانۍ مصرف شوې دي.
هغه وویل، که یې مالي توان درلودلای دغه روغتون ته یې مراجعه نه کوله. هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې د خلکو د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره د ناروغانو د اړتیا وړ ډېری درمل باید وړیا ورکړل شي.
دغهراز، د فاریاب د لولاش ولسوالۍ اوسېدونکی نورالله چې د زړه تکلیف لري وايي، څه باندې یوه اونۍ کېږي د میمنې ښار د روغتون په داخله برخه کې بستر دی. په وینا یې، ډاکټران یې د معایناتو برخه کې رسېدنه کوي، خو د اړتیا وړ درمل نشته.
هغه زیاته کړه: «اقتصاد مې ضعیف و، خصوصي روغتونونو ته مې مراجعه ونه کړه، فکر مې وکړ چې په دولتي روغتون کې خدمتونه او درمل وړیا دي، دلته هم څه نشته، یوازې یو پاکټ ګولۍ یې راکړې، خو د شپږ زره افغانۍ درمل مې له بازاره وپېرل.»
دغه راز، د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکی او د یاد روغتون یو ناروغ ملا عبدالجلیل هم ورته شکایت لري او وايي چې باید مرستندویه موسسې په دې برخه کې د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري وکړي؛ ځکه ډېری خلک د درملو پېرلو وس نه لري.
د فاریاب روغتیایي مسوولین
د میمنې ښار د روغتون سرطبیب ډاکټر محمدابراهیم کریمي په دغه روغتون کې د درملو کمښت تاییدوي او زیاته یې کړه، د میمنې روغتون داخله، جراحي، ماشومانو، نسايي ولادي، پوليکلینیک او عاجل برخې د سلو بسترونو لپاره دي، خو یوازې د ماشومانو برخه کې د ورځې ۱۳۰ ماشومان بستر وي.
نوموړي وویل، د ولایتي روغتون بودجه «HER»؛ یعنې د بېړنیو روغتیايي پېښو لپاره د ځواب ورکولو پروژه چې د ۱۰۰ بسترونو لپاره ده، په پام کې نیول شوي درمل او تجهیزات د فاریاب دوه میلیونه نفوس لپاره بسنه نه کوي.
ورته مهال، د یاد ولایت د عامې روغتیا سرپرست او مرستیال مولوي خاناغا اسد وویل، مطرح شوې ستونزې نه یوازې ولایتي روغتون، بلکې د میمنې ښار او د ولایت په ټولو روغتیايي مرکزونو کې شته.
هغه زیاته کړه، فاریاب د څه باندې دوه میلیون نفوس او جغرافیې پراختیا له مخې د هېواد په شمال او شمالختیځ کې دویم ولایت دی، خو د ولایتي روغتون تشکیل او روغتیايي خدمتونه چې د قرارداد شوې موسسې له لوري په پام کې نیول شوي، د ۱۰۰ بسترونو لپاره دي، په داسې حال کې چې هره ورځ د فاریاب او د بادغیس له دوو ولسوالیو ۳۰۰ ناروغان د درملنې په موخه دغه روغتون ته راځي.
هغه زیاته کړه: «د ژمنه شوو درملو د رسولو برخه کې د (سف) قراردادي موسسې او د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پاتې راتلل هم د شکایتونو لامل شوی چې دواړه ارګانونه له یو بل سره ستونزې لري او یو بل ملامتوي.»
د هغه په خبره، د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتون ارتقا او د ۳۰۰ بسترو رامنځته کول منظور شوي او ورته مهال، د ځای او د کدرونو ظرفیت هم شته خو یونیسف یې بودجه نه مني، که ۳۰۰ بستره یونیسف پروګرام کې شامل شي، د روغتیایي سکټور په برخه کې هيڅ ستونزه نه پاتې کېږي.
فاریاب کې د افغان کورنیو د پیوستون موسسې (سف) استازی
فاریاب کې د افغان کورنیو د پیوستون موسسې مسوول ډاکټر ابراهیمخېل وویل، روغتیایي خدمتونه د عامې روغتیا وزارت د BPHS او EPHS پالیسۍ له مخې د ۶۶ روغتیایي مرکزونو او ۵۴۷ روغتیایي پوستو له لارې د HER یا (بېړنی روغتیایي ځواب) تر نوم لاندې وړاندې کېږي. په ټوله کې پهکې ۹۵۰ تنه کارکوونکي چې ۵۸۴ یې نارینه او ۳۶۶ یې ښځینه دي، شامل دي. د دې پروژې هوکړهلیک له یونیسف دفتر سره شوی دی.
هغه زیاته کړه: «اوسنۍ پروژه د بېړني روغتیایي ځواب (اېچایار) په نوم یادیږي چې په دې پروژه کې د بودجې ستونزې د صحتمندۍ پروژې په پرتله محدودې دي او د هغو ناروغیو درمل چې په لېست کې شامل نه دي، له همدې له امله په روغتیایي مرکزونو کې نه ذخیره کېږي.»
هغه وویل، د میمنې ولایتي روغتون قرارداد ۱۰۰ بستره دی خو اوسمهال یې ۲۵۰ بستره فعال دي او د EPHS پالیسۍ له مخې باید لږ تر لږه ۱۰۱ او ډېر تر ډېره ۱۶۱ کارکوونکي پهکې موجود وي خو دا مهال ۲۰۲ کارکوونکي په ولایتي روغتون کې فعالیت کوي او په اوسط ډول هره میاشت پهکې د څه باندې ۱۵۷ زرو او ۴۰۰ ناروغانو درملنه کېږي.
هغه زیاته کړه: «د قرارداد له مخې ۱۰۰ قلمه درمل د یونیسف دفتر او ۴۰ قلمه طبي مواد د پلي کوونکې موسسې (سف) له لورې روغتیايي مرکزونو ته وېشل کېږي. په هرو درېیو میاشتو کې له یونیسف څخه درمل ترلاسه کوو او له پلان سره سم یې پر روغتیايي مرکزونو باندې وېشو. د یونیسف دفتر درمل له ملي مارکېټونو پېري چې باید د کوالټي کنټرول سرټیفیکیټونه ولري خو ځیني وختونو له سپلایرانو سره ټول قلمونه درمل نه وي، له همدې امله ځیني وختونه د درملو د وېش برخه کې ځنډ رامنځته کېږي.»
د پژواک خبریال د درملو د کمښت په اړه د خلکو د شکایتونو او د فاریاب د روغتیایي مسوولینو د نیوکې موضوع د یونیسف دفتر له مسوول محمد داوود رویان سره شریکه کړه خو تر دې دمه چې لس ورځې تېرې شوې، ځواب یې ترلاسه نه کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP