Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: له ایلان ماسک سره مې اړیکه پای ته رسېدلې

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د دغه هېواد د موثریت څانګې له مخکیني مشر او میلیاردر ایلان ماسک سره یې اړیکه پای ته رسېدلې دي.

د رویټزر د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د شنبې په ورځ ویلي چې له میلیاردر ایلان ماسک سره یې اړیکې پای ته رسېدلې او د ماسک له لوري یې د ډیموکراټانو د ملاتړ د بدو پایلو خبرداری ورکړی دی.

په راپور کې راغلي، ټرمپ د یادو پایلو په اړه نور څه نه دي ویلي.

ټرمپ ویلي، د سپیس اېکس او سټارلینک په ګډون د ماسک له شرکتونو سره یې د امریکا د حکومت د تړونونو د پای ته رسولو په اړه فکر نه دی کړی.

د راپورونو له مخې، د ټرمپ او ایلان ماسک ترمنځ وروسته تر هغه شخړه رامنځته شوه چې ماسک د ټرمپ پر نوي مالیاتي قانون نیوکې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.