Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«حکومت او موسسې دې په دایکنډي کې د کوچنیو متشبثینو ملاتړ وکړي»

نیلي (پژواک، ۱۸غبرګولی ۱۴۰۴): د دایکنډي یو اوسېدونکی چې په دغه ولایت کې یې د لبنیاتو پروسس یوازېنۍ کارخونه جوړه کړې، له حکومت او همکارو موسسو غواړي چې له کوچنیو ځايي پانګونو ملاتړ وکړي، څو د کورنيو تولیداتو د ودې او په دایکنډي کې د کاري فرصتونو پیدا کېدو زمینه برابره شي.

غلام‌حسن عالمي چې تازه یې د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې د لبنیاتو د پروسس کارخونه جوړه کړې وايي، دغه کارخونه یې د څه باندې یو میلیون افغانیو په پانګونه جوړه کړې چې د ورځې په‌کې له ۳۵۰ لېتره ډېرې شیدې پروسس او ځیني محصولات لکه مستې، کوچ، شړومبې، کورت، ژېړ غوړي او چکه بازار ته وړاندې کوي.

عالمي زیاته کړه، مخکې به په دایکنډي کې لبني محصولات لکه مستې او شیدې په دودیز ډول پروسس او بازار ته وړاندې کېدل چې په خبره یې، ضایعات یې ډېر او بې‌کیفیته به وو.

هغه زیاته کړه: «اوس مهال په دې کارخونه کې د خپلې کورنۍ له غړو او څو کاګرانو سره لبنیات پروسس کوو او پلان لرو وده ورکړو، د نیلي ښار ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کې خپلې نماینده‌ګۍ فعالې کړو او خپل تولیدات خلکو او هټۍوالو ته ورسوو او دغه راز د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړو.»

دغه پانګه‌وال د دایکنډي له خلکو وغوښتل چې خپلې شیدې او نور کورني لبنیات دې فابریکې ته وروړي څو پروسس او بازار ته وړاندې شي.

هغه وويل چې له دې مخکې په دایکنډي کې د لبنیاتو د پروسس هیڅ کارخونه نه وه او پروسس شوي محصولات په لوړه بیه له نورو ولایتونو دغه ولایت ته راوړل کېدل.

عالمي هيله څرګنده کړه چې د دې کارخونې په فعاليت سره به د دایکنډي په بازارونو کې د پروسس شوو لبنياتو بيې ټيټې شي.

هغه له ​​دولتي بنسټونو او همکارو موسسو وغوښتل چې د دغه مرکز په پراختیا کې همکاري وکړي څو په راتلونکي کې په دایکنډي کې د قیماق او پنیر په ګډون د نورو لبني محصولاتو د تولید زمینه هم برابره شي.

عالمي دغه‌راز له حکومت او موسسو وغوښتل چې له محلي وړو پانګه‌والو په کلکه ملاتړ وکړي څو په دغه ولایت کې د کورني تولیداتو د ودې او د لا ډېرو کاري فرصتونو زمینه برابره  شي.

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي د یادې کارخونې جوړېدل د ځان‌بسیاینې، ضایعاتو کمېدو، کاري زمینې برابرېدو او محلي اقتصاد پیاوړتیا برخو کې یو مهم ګام وباله.

د دایکنډي اوسېدونکي سیف‌الله ارین وویل: «یاده کارخونه ډېره ګټوره ده، هغه کسان چې څو غواوې لري، شېدې یې پروسس کېږي، په مناسبه بیه پلورل کېږي او ورته مهال د کار زمینه هم برابرېږي.»

د یاد ولایت بل اوسېدونکي علي‌حسن هم د دې ډول کارخونو د پراختیا برخه کې د حکومت او خلکو د مرستې رول حیاتي وباله او زیاته یې کړه: «دغه تولیدات ښه کیفیت لري؛ ځکه چې همدلته له محلي شيدو جوړېږي، حکومت یې باید ملاتړ وکړي څو دغه شرکت له سقوط سره مخ نه شي.»

بلخوا، د دایکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو هم د یادې کارخونط د جوړېدو هرکلی وکړ او هغه یې د خلکو د ژوند ښه کېدو برخه کې یو اړین ګام وباله.

د دایکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول هاشم بهزاد په دغه ولایت کې د یاد مرکز له جوړېدو هرکلی وکړ او هغه یې د دغه ولایت د خلکو او مالدارانو د ژوند ښه والي برخه کې یو اړین ګام وباله.

هغه زیاته کړه، د کرنې ریاست په دې برخه کې همکار و او د کارخونې جوړېدو برخه کې یې اړینې تخنیکي مشورې ورکړې دي.

هغه زیاته کړه چې د لبنیاتو د پروسس د دې کارخونې د پراختیا په موخه یې د مرستندویې موسسې په همغږۍ د پروسس ځیني وسایل هم وېشلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي ډېری اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او شيدې او نور ډېر لبنیات په‌کې تولیدوي خو پخوا د پروسس د کارخونو نشتوالی د یادو محصولاتو ضایع کېدو او سنتي پلور لامل شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.