کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د لیلامي توکو په یوه سرای کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
عیني شاهدان وایي، دغه اورلګېدونه نن سهار ۸:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
دغه اورلګېدنه لا دوام لري او د اور وژنې موټرونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه نور جزییات په لاس کې نشته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP