Language

عظمت‌الله عمرزی او محمدنبي د الرونډرانو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی او دویم مقامونه خپل کړل

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الرورنډرانو په تازه درجه‌بندۍ کې عظمت‌الله عمرزي لومړی او محمدنبي عیسی‌خېل دویم مقام ترلاسه کړی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې عظمت‌الله عمرزي د ۲۹۶ نومرو په تر لاسه کولو سره لومړی او محمدنبي عیسی‌خېل د ۲۹۲ نومرو په اخیستلو سره دویم ځای خپل کړی دی.

همدارنګه په دغه درجه‌بندۍ کې په ترتیب سره  د زمبابوې لوبغاړي سکندر رضا درېیم، له بنګله‌دېش مهدی حسن څلورم، له نیوزلینډ څخه مایکل براسوېل پنځم، سکاټلینډ څخه برنډن مکولن شپږم، نیوزلینډي مېچل سنټنر اووم او راشد خان اتم ځای خپل کړی دی.

دغه‌راز په یاده درجه‌بندۍ کې اسټرالیایي لوبغاړي ګلېن مکسوېل نهم او هندي لوبغاړي روېنډرا جډېجا لسم ځای خپل کړی دی.