هرات (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴): هرات کې یو شمېر کروندګر له حکومته غواړي چې د کچالانو حاصلاتو ټولولو په فصل کې دې پر ورته وارداتي محصول تعرفه لوړه کړي او یا دې د هغو پر وارداتو بندیز ولګوي.
یاد کروندګر وايي، هر کال د کچالو او نورو کرنیزو محصولاتو ټولولو فصلونو له پیلېدو سره سم د ورته بهرنیو محصولاتو واردات هم ډېریږي چې دا چاره د دوی د محصولاتو پر بیو منفي اغېز کوي.
هرات کې یو کروندګر سیدنعیم چې له څه باندې شلو کلونو راهیسې کچالان او سبزیجات کري، وايي چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستانه د کچالانو، روميانو او پیازو ډېر واردات د دې لامل شوي څو دوی ونه شي کړای ان د کښت لومړني لګښتونه پوره کړي.
هغه وویل، په هرات کې د کچالانو حاصلاتو ټولولو موسم له پيلېدو سره سم له پاکستان او ایرانه هم هېواد ته کچالان راواردیږي چې له امله یې کروندګر زیان ویني او نه شي کولای ان خپل کړي لګښتونه هم پوره کړي.
نوموړي دغهراز څرګنده کړه، د افغانستان حکومت له کروندګرو عشر او زکات اخلي، نو باید له کروندګرو د ملاتړ لپاره پر ورته کرنیزو محصولاتو ګمرکي تعرفې هم لوړې کړي.
بل کروندګر عبدالرووف وویل: «که حکومت د پاکستاني او ایراني کچالانو د وارداتو مخه ونیسي، د کورنیو تولیداتو د پلور بازار به په مراتبو ښه شي.»
نوموړی د ورته کرنیزو محصولاتو وارداتو ترڅنګ د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره د پلور مناسب بازار نشتوالي بل لامل د معیاري سړو خونو نشتوالی، د امکاناتو، مناسبې کیمیاوي سرې او اصلاح شوو تخمونو کمښت او دغهراز د هغو لوړې بیې بولي.
نوموړی وايي چې په روان کال کې یې پر خپله دوه جریب ځمکه کچالو کرلي او هیلهمن دی له خپل دغه کښته چې په وینا یې تر راتلونکو لسو ورځو د کچالانو حاصلاتو ټولولو موسم پیلېږي، وکولای شي سل زره افغانۍ لاس ته راوړي.
د عبدالرووف په وینا، پر خپلې دوه جریب ځمکه د کچالانو کښت لپاره یې ۵۰ زره افغانۍ لګښت کړی او ښايي هر جریب ځمکه ۱۰ تر ۲۰ ټنه کچالو تولید کړي.
د عبدالعزیز په نوم یو بل کروندګر هم د کرنیزو وارداتي محصولاتو پر مخنیوي ټینګار او له حکومته د دغو محصلولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي.
هغه وايي، که حکومت د کروندګرو ملاتړ وکړي، کولای شي له خپلو محصولاتو ډېر عاید ترلاسه کړي.
ورته مهال، د دغه ولایت د ګذرې ولسوالۍ یو کروندګر محمود هم پر دې باور دی چې د کروندګرو پر وخت ملاتړ د کرنې د ودې او د هغوی زحمت ته د ارزښت په سترګه کتلو برخه کې یو اړین ګام ګڼل کېدای شي.
د هغه په خبره، حکومت نه یوازې دا چې پر یادو وارداتي محصولاتو دې تعرفه لوړه کړي د کروندګرو د ملاتړ لپاره دې هم کار وکړي.
ورته مهال، د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د وارداتو د ډېرېدو پر وړاندې اندېښنې تاییدوي او وايي، دغه ریاست له کروندګرو د ملاتړ په هڅه کې دی.
د کرنې ریاست د ترویج مدیر بشیراحمد احمدي د خپلې ادارې پالیسۍ ته له اشارې پرته د ورته کرنیزو محصولاتو د وارداتو او یا هم ګمرکي تعرفې لوړېدو په اړه وايي، روان کال کې د تېر په پرتله د کچالانو کښت ډېر شوی او دغه اداره هڅه کوي څو کروندګرو ته د کیمیاوي کودونو او اصلاح شوو تخمونو و وېش له لارې د هغوی ملاتړ وکړي.
هغه وايي، روان کال کې په انجیل او ګذره ولسوالیو او نورو سیمو کې پر څه باندې ۱۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه کچالو کرل شوي دي.
احمدي وايي، روان کال په دغه ولایت کې د کچالانو حاصل څه باندې ۲۳ زره ټنه اټکل شوی، دا په داسې حال کې ده چې کروندګر د پرلهپسې وچکالیو له امله کافي اوبه نه لري او ترڅنګ یې کیمیاوي سرې او اصلاح شوو تخمونو ته د نه لاسرسي او د کرنیزو محصولاتو د پلور بازار د نشتوالي له ستونزو سره هم مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP