کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاسانجلس ښار کې د «غیرقانوني» کډوالو د نیولو له امله د رامنځته شوو شخړو او نښتو د کنټرول لپاره دغه ښار ته د ملي ګارډ د ۲۰۰۰ سرتېرو د استولو امر کړی دی.
بيبيسي پښتو نن په یوه راپور کې ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو نښتو د کنټرول لپاره چې د ناقانونه کډوالو پر ضد د کډوالۍ او ګمرک فدرالي ادارې (ایسياي) د عملیاتو له امله رامنځته شوي، په لاسانجلس کې د ملي ګارډ ۲۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای کوي.
سرچینې ویلي، د شنبې په ورځ دا ښار چې ډېری اوسېدونکي یې لاتیني الاصله دي په دویمه ورځ هم د تاوتریخوالي شاهد و؛ چېرې چې خلک د ناقانونه کډوالو پرضد د کډوالۍ او ګمرک فدرالي ادارې له مامورینو سره نښتې وکړې او پولیسو د خلکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار واخیست.
د دې ادارې له خوا د عملیاتو په ترڅ کې یوازې د همدې اونۍ په اوږدو کې ۱۱۸ کسان نیول شوي چې یوازې د جمعې په ورځ یې شمېر ۴۴ و.
سرچینې د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له قوله لیکلي: «په وروستیو ورځو کې، تاوتریخجنې ډلې په لاس انجلس کې د ICE او فدرالي اجنټانو پر ضد بریدونه کړي، حال دا چې هغوی د قانوني شړلو عملیات ترسره کول.»
اعلامیه زیاتوي: «دغه عملیات د ناقانونه مجرمینو د یرغل د مخنیوي لپاره ضروري دي، خو د کالیفورنیا ډیموکرات مشرانو خپل مسؤولیت نه دی ادا کړی. له همدې امله ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې ۲۰۰۰ د ملي ګارد سرتېري د نظم د ټينګښت لپاره ځای پر ځای کېږي.»
ټام هومن چې په لاسانجلس کې یې د دغو عملیاتو څارنه کوله ویلي: «موږ نور ځواکونه راوستول، ملي ګارد به نن شپه راشي، موږ به خپل کار ته دوام ورکوو.»
په راپور کې د لاسانجلس پولیسو له قوله لیکل شوي، د ښار په کچه مظاهرې سولهییزې وې او دوی د هغو خلکو مننه کوي چې خپل د بیان حق یې په سولهییز ډول وکاراوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP