منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:17 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

غزه کې د اسرائیلو تازه هوایي بریدونو کې ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیل هوایي بریدونو کې ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی

· 1 دقیقه لوستل · 273 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیل هوایي بریدونو کې ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پرون پنجشنبې په غزه کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په وژل شوو کې هغه اته کسان هم شامل دي چې د بشري مرستو لېږدوونکو موټرو د ساتنې دنده یې پر غاړه درلوده.

په راپور کې د حماس د دوو چارواکو له قوله راغلي، سره له دې چې اسرائیلي پوځ په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی خو هیڅ پرمختګ یې نه دی کړی.