خوست ته له کوزې پښتونخوا د واليبال راغلي يو شمېر لوبغاړي وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو ولسونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او یووالي په موخه دې د دواړو لورو ځوانانو لپاره د سپورټي لوبو سیالۍ جوړې شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي او ډېری بوږنوونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ډېر یې اندېښمن کړي دي.
هلمند کې د بست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې ځینې برخې غیرفعالې وې، په نوو او عصري ماشینونو او وسایلو سره بېرته ترمیم او فعاله شوه.
لغمان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې دوه کارګر ماشومان د کار پر مهال تر پاڼ لاندې شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د بادغيس خټکيو ته د بازار موندنې په موخه د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د «خټکي ګل» په نوم ادبي غونډه جوړه شوه.
په افغانستان کې د ایران د اقتصادي چارو سلاکار ویلي چې د افغانستان ۲۵ سلنه واردات له ایرانه کېږي او له دغه هېواد سره د سوداګرۍ شرایط ښه شوي دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر ویلي چې لندن له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو پراخېدو برخه کې همکاري کوي او غواړي د افغانانو ستونزې هوارې شي.
د جودو ملي لوبډلې لوبغاړی صمیم فیضزاد چې د پاریس په المپیکي سیالیو کې یې ګډون کړی و، نن بېرته هېواد ته راستون شو.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د ځینو ولایتونو له قومي مشرانو سره په لیدنو کې ویلي، اسلامي امارت او اسلامي نظام په یو قوم او ډلې پورې محدود نه دی؛ بلکې د ټولو افغانانو شریک نظام دی او له تبعیض پرته په کې د ټولو خلکو حقوق خوندي دي.
سرپل کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د جودو ملي لوبغاړي احمد صمیم فیضزاد د پاریس المپیکي سیالیو کې له خپل اتریشي سیال څخه ماتې وخوړه.
په فراه کې له روغتیايي مرکزونو سره د سل زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو، طبي او نورو وسایلو مرسته وشوه.