قلعهنو (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۳): د بادغيس خټکيو ته د بازار موندنې په موخه د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د «خټکي ګل» په نوم ادبي غونډه جوړه شوه.
د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيعالله متقي وويل، دغه غونډه یا جشنواره چې پرون (پنجشنبه) د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، شاعرانو، ليکوالانو، فرهنګيانو او نورو په کې ګډون کړی و.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ډاډ ورکوي چې د شته امکاناتو په درلودو هڅه کوي څو له هرې ممکنې لارې د دغه ولایت د کروندګرو محصولات معرفي کړي.
هغه زیاته کړه: «دغه جشنواره د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د بادغیس د خټکيو معرفي کولو په موخه جوړه شوې وه چې دیني عالمانو، شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالو پهکې برخه اخیستې وه او د اسلامي امارت ټول مسوولین هڅه کوي څو له هرې ممکنې لارې چې کېږي د بزګرانو حصولات ته ښه بازار پیدا کړي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP