د ایران په بېلابېلو ښارونو کې تاوتریخجن اعتراضات څوارلسمې ورځې ته غځېږي؛ هممهاله د مرګژوبلې راپورونه، د تهران او واشنګټن متقابل غبرګونونه او د بهرنیو عواملو د رول په اړه د ایراني چارواکو څرګندونو وضعیت لا ترینګلی کړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د لوګر د مرکز پلعلم ترڅنګ په څرخ، برهکيبرک، خروار او ازره ولسوالیو کې ۲۷ نوې لرغونې سیمې کشف شوې دي.
په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر سره په لیدنه کې هغه ته د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، په خوست ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې له نړۍ سره د اسلامي
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې یو کس له ۱۶۹ کیلوګرامه نشهیي توکو سره نیول شوی دی.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان لپاره د حج او عمرې د ونډې ډېرولو ژمنه کړې ده.
په خوست کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د ۴۳ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۷ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو لپاره د خپلې لوبډلې نوملړ اعلان کړ
د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلو تازه بریدونو کې د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په المان کې د بایرن مسیحي سوسیال اتحادیې ګوند د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د افغان او سوریايي پناهغوښتونکو پر وړاندې سخت اقدامات وکړي او ژر دې خپلو اړوندو هېوادونو ته ولېږل شي.
د ګواتیمالا ځایي چارواکي وایي چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې یوې درې ته د یوه مسافروړونکي بس لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۵۳ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP