د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د قوشتيپې کانال له شاوخوا ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه پر یوې طرحې کار روان دی.
د هند د مهاراشترا په ایالت کې د بې پیلوټه الوتکو او چاودیدونکو توکو د تولید په یوې فابریکې کې د چاودنې له امله نهه کسان وژل شوي دي.
بنګلهدېش د ۱۹ کلنو لوبډلو اسیایي جام سیالیو پای لوبې کې متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
امریکایي ځواکونو اعلان کړی چې د سرې بحیرې پر فضا یې هغه ۱۴ بې پیلوټه الوتکې ویشتې او نسکورې کړې چې هلته یې پر سوداګریزو کښتو بریدونه کول.
په اسلام اباد کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان د یوې مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمن ته د کابل ته د سفر بلنه ورکړې ده.
افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیر د اسلامي امارت له یو شمېر مشرانو سره په بېلا بېلو برخو کې پر همکاریو خبرې کړې دي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د مخامخ جګړې په ګډون د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي لپاره اسلام اباد او کابل باید سره خبرو ته کښیني.
د فراه ولایتي مسولین وایې چې د دې ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ چکډیمونو رغنیزې چارې پیل شوې.
د کرکټ اسیایي جام سیالیو په نیمه پای لوبو کې متحده عربي امارات پاکستان ته او بنګله دېش هند ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته لاره پیدا کړل.
د اقتصادي کمېسیون غونډه کې په هرات ولایت کې د۲۵ میلیونه ډالرو په ازرښت د برېښنا بېلا بېلې پروژې تایید شوې او له اوبو او برېښنا وزارت څخه په ادې اړه نظر وغوښتل شو.
د پاکستان سرپرست حکومت په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د اوسېدو موده وغځوله چې لویدیځو هېوادونو ته د تګ په تمه هلته مېشت دي.