ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو لوبډلو اسیایي جام سیالیو اتلولي وګټله

بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو لوبډلو اسیایي جام سیالیو اتلولي وګټله

author avatar
17 Dec 2023 - 21:54
بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو لوبډلو اسیایي جام سیالیو اتلولي وګټله
author avatar
17 Dec 2023 - 21:54

اټلانټا (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو لوبډلو اسیایي جام سیالیو پای لوبې کې متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د پای لوبې پچه د اماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې بنګله‌دېش ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د بنګله‌دېش لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۸۸ منډې جوړې کړې او اماراتو ته یې د ۲۸۹ منډو هدف ورکړ.

د بنګله‌دېش له لوري عاشق‌الرحمن ۱۲۹، رضوان ۶۰ او عارف‌الاسلام ۵۰ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۸۷ منډو وسوځېده او دغه راز بنګله‌دېش پای لوبه د ۱۹۵ منډو په ستر توپیر سره وګټله.

له دې بریا سره بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو لوبډلو اسیایي جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

له دې مخکې په نیمه پای لوبه کې امارات پاکستان او بنګله‌دېش هند ته ماتې ورکړې وه.

د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو د اسیا کپ سیالۍ څو ورځې مخکې په متحدو عربو اماراتو کې پیل شوې وې،‌ چې د افغانستان، بنګله‌دېش، پاکستان، سريلانکا، متحده عرب امارات، نیپال، جاپان او هند لوبډلې په کې ولوبېدې.

افغانستان له نیپال څخه لوبه وګټله خو پاکستان او هند ته یې وبایللې. بنګله‌دېش په سیمې فاینل کې هند او متحدو عربو اماراتو پاکستان ته ماتې ورکړې.

دا لوبې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې، بله میاشت په جنوبي افریقا کې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د نړۍوال جام سیالۍ وشي. افغانستان هم په دغو سیالیو کې برخه لري.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.