په کندوز ولایت کې د شمال ختیځ زون په کچه د ۱.۳ میلیون ډالرو په لګښت د یوه مجهز لابراتوار د جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، چې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو له افغان کډوالو سره د ډنمارک کمېټې په مالي همکارۍ ۲۲۰ تنو بزګرانو ته کرنیز ماشینونه ورکړل شول.
ځایي مسوولین وایي چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې یو تن وژل شوی او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
ځایي مسوولین وایي چې د کندهار ښار د نهمي حوزې اړونده سیمه کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ څلور تنه مړه شوي دي.
د هند د سوداګریز کرکټ د شل اووریز لیګ د ۲۰۲۴ زیږدیز کال لپاره د لوبغاړو په داو طلبۍ کې د افغانستان درې نور لوبغاړي هر یو محمد نبي، مجیب الرحمن ځدراڼ او عظمت الله عمرزي هم واخیستل شول.
په تخار او کاپیسا ولایتونو کې د څښاک اوبو د لسو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو محصولاتو یوه ورځنی نندارتون جوړشو.
د چین شمال لویدیځو ایالتونو کې د سختې زلزلې له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
: د راپورونو له مخې، شمالي کوریا داسې لرې واټن ویشتونکی بالاستیک توغندی ازمایلی چې د امریکا په متحده ایالاتو کې هم خپل اهداف ویشتلی شي.
د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو لپاره د عملي زدکړو په موخه د یوې راډیو پرانسته وشوه.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې د کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د بیارغونې ۱۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت لخوا د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي لپاره د ماسټرۍ درې پروګرامونه او د جيولوجي او معدن نوی پوهنځی منظور او رامنځته شول.