د افغانستان کرکټ بورډ د ملي ګټو پر ضد اقداماتو له امله پر درېیو ملي لوبغاړو فضل حق فاروقي، نوین الحق او مجیب ځدراڼ یو لړ بندېزونه لګولي او له دوی سره مرکزي قردادونه هم لغوه کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ایراني سیال سره په دغه هېواد کې د افغان بندیانو او کډوالو د وضعیت او ستونزو د حل په موخه مفصلي خبرې وکړې .
کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۲): د خوړو او درملو ملي ادارې پاکستان ته د څه باندې ۲ زره کارتنه د ماشومانو بې کیفیته خوراکي توکو د مسترد کولو خبر ورکړی دی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم په هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا د لا ډېرو برنامو پر ايجادولو ټينګار وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د غزې په تړاو نړۍوالې غونډې ته په وینا کې د یوه نوي نړۍوال نظم پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خوندي توګه د فلسطین غزې ښار ته د بشري مرستو دلېږلو د غوښتنې پرېکړه لیک تصویب کړ.
د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د خلکو په مرسته د د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت دیوه پول د جوړولو چارې پیل شوې.
د راپورونو له مخې، نامعلومو وسله والو کسانو په سویلي وزیرستان کې پنځه تنه هغه مزدوران وژلي، چې هلته یې د پولیسو د یوې پوستې جوړولو کې کار کولو.
پاکستانیو پولیسو پر هغو سلګونو ښځینه بلوڅ لاریونوالو بریدونه کړي او هغوی یې وهلي ډبولي چې د خپلو حقوقو لپاره پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلي وو.
د نجونو د زدهکړو ملي کمپاين په یوه اعلاميه کې له ا.ا غوښتي، چې د نوي تعليمي کال تر پيل مخکې دې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي بنديزونه لرې کړي او د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې د هغوی پر مخ پرانيزي.
د چیک جمهوریت په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار کوي، خو زیاتوي چې دا تعامل د هغوی د مشروعیت په مانا نه دی.