ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چک جمهوریت یوه پوهنتون کې د ډزو له امله ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د چک جمهوریت یوه پوهنتون کې د ډزو له امله ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
22 Dec 2023 - 04:27
د چک جمهوریت یوه پوهنتون کې د ډزو له امله ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
22 Dec 2023 - 04:27

اټلانټا (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د چک جمهوریت په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور کسان ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د لېندۍ په ۳۰مه د پنجشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې کله یو ۲۴ کلن محصل پوهنتون کې ناڅاپي ډزې وکړې.

ځایي امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې په دې ډزو کې ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور ژوبل شوي دي.

ځایي رسنیو خبر ورکړی چې ۲۴ کلن محصل تر ډزو وروسته ځان وژنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، بریدګر د همدې پوهنتون محصل و  او پلار یې د همدې ورځې په سهار مړ موندل شوی و.

Views: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.