[restrict paid="true"]

مهترلام (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د خلکو او سوداګرو له خوا د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې.

د یاد پله جوړولو چارو د پیل مراسمو کې د لغمان والي قاري زینالعابدین عابد د الینګار له خلکو مننه وکړه چې په خپلو شخصي امکاناتو داسې ټولګټې پروژې پلې کوي.

عابد زیاته کړه چې پر یاد پُل شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د عامو خلکو او سوداګرو له خوا ورکول کېږي.

د یادې پروژې انجینر محمدقاضي نیازي وویل چې دغه پُل به ۶۸ متره اوږدوالی او ۷.۵ متره سور ولري چې په اساسي او پاخه ډول به جوړ شي.

بل لور ته، د سیمې خلکو وویل چې دغه پُل د نیازیو او الکوزیو دوه ستر قومونه سره وصلوي چې په جوړېدو به یې د زرګونو کورنیو د تګ راتګ ستونزه حل شي.

[/restrict]