خوست ښار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې د خوست په ځاځيمیدان ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار د لېندۍ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل دغه شخړه نن غرمه مهال د دغه ولایت د ځاځيمیدان ولسوالۍ کې د اکا کهول او حسنخېلو په نوم دوو قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د شخړې په پايله کې له دواړو خواوو شل کسان ټپيان شوي او د حسنخېلو قوم یو کس وژل شوی دی.

د احرار په وينا، د پېښې ځای ته د امنیې قوماندانۍ اړوند امنیتي ځواکونه پر وخت رسېدلي او سیمه یې تر بشپړ کنټرول لاندې ده.

نوموړي وویل چې ټپيان د پېښې له ځايه روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.