ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي محصلینو لپاره راډیو جوړه شوه

د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي محصلینو لپاره راډیو جوړه شوه

author avatar
18 Dec 2023 - 21:59
د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي محصلینو لپاره راډیو جوړه شوه
author avatar
18 Dec 2023 - 21:59

مهترلام (پژواک ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو لپاره د عملي زده‌کړو په موخه یوه راډیو پرانیستل شوه.

د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي د لېندۍ په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم نن په دې موخه دغه ولایت ته سفر وکړ او د لغمان والي قاري زین العابدین عابد او نورو ځایي مسوولینو سره یې یو ځای د دغه راډیو پرانیسته وکړه.

هغه زیاته کړه، یاده راډیو چې شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د FM په څپو کې خپرونې کوي.

په ورته مهال د ژورنالیزم محصلین د حکومت له دې اقدامه خوښ دي چې د تیوري درسونو ترڅنګ یې ورته د عملي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د ژورنالېزم پوهنځي یوه محصل فاروق احمدزي پژواک ته وویل چې دوی به پخوا نورو محلي راډیو‌ګانو ته د عملي زده‌کړو لپاره تلل، خو اوس خوښ دي چې په پوهنتون کې ورته د عملي زده‌کړو چاپېریال برابر شوی دی.

د یاد پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي یو بل محصل فرمان‌الله بیا وایي چې د دغه راډیو په جوړېدو سره به له ژورنالېزم څخه فارغ شوي محصلین وکولای شي په اسانۍ سره په نورو راډیوګانو کې دندې ترسره کړي.

Visits: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.