د افغانستان د ازادو مبارزاتو ورزشکار نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال جرد ګورډون، ته ماتې ورکړه.
د مالیې وزارت وايي چې د دغه وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري د کابل د بګرامیو ولسوالۍ نساجي فابریکې ته مخامخ له ۳۲۵ جریبه غصب شوې ځمکې څخه ۵۰ جریبه یې بېرته راوګرځول شوه او د پاتې ځمکې په بېرته راګرځولو کار روان دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو کې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د کونړ د شیګل ولسوالۍ د شینګش غرنۍ سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتون او سړک نهلري او خپل ناروغانو د څارویو په واسطه د ولسوالۍ تر مرکزه رسوي.
رسنیو راپور ورکړی چې د ایټالیا په سويلي سواحلو کې د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې ۱۱ کسان مړه، ۵۱ ژغورل شوي او ۶۴ نور لادرکه دي.
غزني ته له پاکستانه راستانه شوي یو شمېر کډوال وايي چې د نورو ستونزو ترڅنګ د سرپناه نشتون اندېښمن کړي او له حکومته یې د حل غوښتنه کوي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښاروالۍ مسوولین وايي چې د ۲۷۳ میلیون افغانیو په لګښت د ښار د ټولو عمومي او فرعي سړکونو بیارغونه پيل شوې ده.
جوزجان کې یوه نجلۍ چې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو یې څه باندې ۱۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، وايي، د خپل کار پراختیا لپاره هڅه کوي څو سل نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
غور کې ډاکټرانو او مسوولینو په دغه ولایت کې د اسکبیس جلدي ناروغۍ د پېښو ډېرېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې د پاکوالي په رعایتولو سره د دې ناروغۍ خپرېدو مخنیوی وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ایراني سیال سره په ټلېفوني خبرو کې ویلي، د افغانستان په چارو کې دخالت د هېچا په ګټه نه دی، یوازې د همکارۍ، تفاهم او مشورې له مخې بېلابېلو برخو کې مؤثر پرمختګ شونی دی.
مسوولین وايي چې د هېواد په کچه دا مهال د هګیو چرګانو شاوخوا ۶۰۰ فارمونه د ورځې تر یونیم میلیون هګۍ تولید لري چې د داخلي مارکېټ څه باندې نیمایي اړتیا یې پوره کړې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شلاووریز جام سیالیو په لړ کې خپله څلورمه لوبه وېسټ انډیز ته وبایلله.