د خوست امنيه قومانداني وايي چې د روان لمریز کال په اوږدو کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ۳۲۱ بېلابېلې جنايي پېښې شوې او په تړاو یې ۳۴۵ کسان نیول شوي دي.
د غور د عامې روغتیا رییس وایي چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د خپلو مرکزي لابراتوارونو پراختیا په موخه له یوې کمپنۍ سره د نږدې دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د شپږو تجهیزاتي بنسټیزو پروژو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
پاکستان کې ځینې افغان خبریالان وايي چې په دغه هېواد کې د ویزې نه تمدیدو، روغتیايي او تحصیلي خدماتو ته نه لاسرسي، وخت ناوخت د پولیسو له لوري ځورولو او د غوښتنلیکونو پر وخت نه څېړل کېدو له امله له سختو ذهني او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.
ډاکټران وایي چې که پېشلمي او روژهماتي کې مناسب خواړه په نظر کې ونیول شي، روژه نیول د بدن داخلي غړو او روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت پولیسو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د یو میلیون سعودي ریالو د غلا په تور اووه کسان نیولي دي.
د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د پېروزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د روژې د میاشتې په راتلو سره غور کې یو شمېر اړمنې کورنۍ له سرپرست حکومت او سوداګرو غواړي چې له هغوی سره مرسته وکړي.
کورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي ځواکونو په درېيو ولايتونو کې ۱۸ کسان له ۱۵زره نشهيي ګوليو او ۷۸ کيلوګرامه نشهيي توکو سره نيول شوي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، روانه کب میاشت کې د هېواد په کچه د ورښتونو او سړې هوا له امله ۸۳ کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو ترڅنګ څه باندې ۱۷۷ زره څاروي تلف او تر زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اهل تشیع ټولنې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت د ټولو قومونو پروړاندې یو شان مسوولیت لري او ولسونو ته خدمت د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده.
کابل کې د (يواينډيپي) په مالي ملاتړ لسګونو متشبيثینو ته د کوچنيو او منځنيو کچې تشبثاتو لپاره د سوداګرۍ او بازارموندنې ترويج د ملاتړ په موخه درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو.