یونیسف وایي چې په یوه میاشت کې د دغه بنسټ د ملاتړ مرکزونو له لارې له ۶ میلیونو ډېرو کسانو ته لومړني روغتیایي او غذایي خدمتونه وړاندې شوي او له ۲۸۸ زرو ډېرو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
په سمنګان ولایت کې د افغان پرمختیايي خیریه موسسې له خوا «د بشري حقونو د ښه کېدو او له داخلي بېځایه شوو د ساتنې» تر سرلیک لاندې یو پروګروام ترسره شو.
د قلم لار ټولنه وايي چې د دې ټولنې بنسټګر مطیعالله ویسا نن له ۲۱۵ ورځني بند وروسته ازاد شو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي همغږيکوونکي د افغانستان کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هیڅ هېواد په افغانستان کې جګړه نه غواړي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو دفتر د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
د جوزجان ځيني کروندګر په داسې حال کې د پنبې له ټيټې بیې او د بازار له نشتوالي شکایت لري چې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې سږ کال د پنبې په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د کابل، لوګر، پروان، میدانوردګ او پکتیا ولایتونو په کچه د مالدارۍ ملاتړو پروژو نندارتون جوړ شو.
په هرات کې له مرګونې زلزلې څه باندې دوه اونۍ تېرېږي، زیانمن شوي خلک سختې ورځې تېروي، هغوی په داسې حال کې چې له کېدونکو مرستو خوښ دي خو وايي چې ورته د سرپناه جوړولو برخه کې دې بېړني ګامونه واخېستل شي.
د پروان په مرکز او بګرام ولسوالۍ کې ځیني کروندګر د اوبو له کمښته شکایت لري او وايي چې سږ کال یې د ځمکو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي، په شپږو میاشتو کې یې پر نشهيي توکو روږدي ۱۱۴۰۰ کسان راټول کړي، ۲۳ ودانیزې پروژې یې بشپړې کړې او پر ۲۲ زره جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار او بنګې یې له منځه وړي دي.
د تېرو اوو ورځو مخکې په نسبت نن کابل ښار کې د لومړنیو خوراکي او نفتي کولو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د افغانستان مرکزی بانک اعلان کړی چې سبا (یکشنبه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.