ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د سیمه‌ییزې شورا غړو لپاره د ظرفیت جوړونې تعلیمي پروګرام جوړ شو

سمنګان کې د سیمه‌ییزې شورا غړو لپاره د ظرفیت جوړونې تعلیمي پروګرام جوړ شو

author avatar
26 Oct 2023 - 17:54
سمنګان کې د سیمه‌ییزې شورا غړو لپاره د ظرفیت جوړونې تعلیمي پروګرام جوړ شو
author avatar
26 Oct 2023 - 17:54

ایبک (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲): په سمنګان ولایت کې د افغان پرمختیايي خیریه موسسې له خوا «د بشري حقونو د ښه کېدو او له داخلي بې‌ځایه شوو د ساتنې» تر سرلیک لاندې یو پروګروام ترسره شو.

دغه پروګرام کې ښځو، نارینه‌وو او د سیمه‌ییزې شورا غړو ته د ظرفیت جوړونې لنډمهاله زده‌کړې ورکړل شوې.

د افغان پرمختیایي خیریه موسسې ولایتي مسوول احمد فواد عمري پژواک ته وویل چې یادې موسسې په سمنګان کې د ۲۰۲۳ کال د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د بشري حقونو د ښه کېدو او له داخلي بې‌ځایه شوو د ساتنې په نوم پروژه پیل کړې او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ میاشتې پورې به دوام وکړي.

د عمري په خبره، د دغه لنډمهاله کورس له لارې د اسلام په رڼا کې ښځو، نارینه‌وو او ځوانانو ته د بشري حقونو، د ښځو میراث او ټولنیز پوهاوی د دغه پروګرام محتوا ده.

هغه وویل په دغه پروګرام کې د سیمه‌ییزې شورا غړو ته د شخړو د حل په برخه کې هم زده‌کړې ورکړل شوې دي.

دغه پروګرام چې د سیمه‌ییزې شورا، ځوانانو او قومي مشرانو د ۴۰ غړو په ګډون په سمنګان کې ترسره شو، ګډون‌والو یې د دغه ډول تعلیمي پروګرامونو له جوړېدو خوښي وښوده.

د یادې موسسې د شخړو د حل په پروګرام کې یوه ګډون‌وال ضیاءالدین سارباغي د دغه پروګرام له ګټو یادونه وکړه، ویې ویل: «په دغه پروګرام کې مو د سولې، د یو بل منلو، ټولینز ګډون او د سیاسي ثبات موضوعات زده کړل چې زموږ لپاره ډېر ارزښتمن وو.»

نوموړي وویل: «اوس موږ پوهیږو چې د کورنیو او کلیو د شخړو هوارولو کې له کومو لارو استفاده وکړو څو ستونزې یې حل کړو.»

د دغه پروګرام یو بل ګډون‌وال محمدانور صادقي له افغان خیریه موسسې د داسې پروګرام د دوام غوښتنه کوي، وایي: «له دې لارې زموږ د پوهې کچه لوړیږي، څو موږ د کلیو نورو خلکو ته هم زده‌کړې ورکړو.»

افغان خیریه موسسې له دې مخکې هم د اسلام په رڼا کې د بشري حقونو، د ښځو د میراث او د ټولنیز عامه پوهاوي په برخه کې ښځو، نارینه‌وو ته پروګرامونه ترسره کړي دي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.