د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست او د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې، افغانستان کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو او راستنېدونکو افغان کډوالو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په تړاو خبرې کړې دي.
د فراه امنیتي مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په شيب کوه ولسوالۍ کې پنځه کسان په بېلابېلو سیمو کې د تاريخي اثارو د غیرقانوني پلټنو په تور ونیول شول.
د افغانستان بانک وایي چې څه باندې ۹۱۹ میلیون نورې زړې افغانۍ یې سوځولې دي.
تخار کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د چاهاب ولسوالۍ اړوند په سمتي سیمه کې د سرو زرو کان لوېدو پېښه کې درې کانکیندونکي مړه شوي دي.
په غزني ولایت کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو لویو بندونو د بیارغولو ترڅنګ ۱۹ نوي چکډیمونه جوړېږي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دغه ولايت ته د ٩ بهرنيو سيلانيانو د راتګ خبر ورکوي او وايي، په تېرو اوو مياشتو کې ١٥٤ بهرنيو سيلانيانو د دغه ولايت له تاريخي او طبيعي ځايونو ليدنه کړې ده.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یو ماشوم د خپل ورور له لوري په خطايي ډز وژل شوی دی.
سیمهییز مسوولین وايي چې په دایکنډي او نیمروز کې له څه باندې ۵۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو، په لوګر او جوزجان کې له څه باندې شپږ زره کورنیو سره نغدي او په پنجشېر کې له پنځه زره بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې مرستې وشوې.
کابل ښاروالۍ هغو کسانو ته د حقونو ورکولو لړۍ پیل کړه چې جایدادونه یې د بېلابېلو پراختیایي پروژو په مسیر او نقشه کې راغلي دي.
غور کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د انسانتښتوونکو له منګولو د یوه کس ژغورل کېدو خبر ورکوي او وايي چې د دې قضیې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سریلانکا په ۵۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره، افغانستان ته د ۲۴۲منډو هدف وټاکه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې د تېر کال د همدې مودې پر تله د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د تازې مېوې د صادراتو له نږدې یونیم برابر زیاتېدو خبر ورکوي چې یو شمېر کروندګر او بڼوال د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي.