د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ټیکا موسسې له لوري یو شمېر معلولو ښځو او د شهیدانو وارثینو ته د خیاطۍ د زدهکړې یو مرکز پرانیستل شو.
بامیان کې سیمهییز مسوولین دغه ولایت ته د څه باندې ۲۰ بهرنيو ګرځندویانو له سفر خبر ورکوي؛ بلخوا، دغه ګرځندویان وايي چې په بامیان کې امنیت شته، خو د خدمتونو وړاندې کولو ته دې پاملرنه ډېره شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، پاکستان د کډوالو ایستلو پرېکړه د اسلامي امارت، ملګرو ملتونو او د کډوالۍ چارو کې د یاد سازمان عالي کمېشنرۍ له همغږۍ پرته کړې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د کډوالۍ په برخو کې د ملګرو له استازو سره په لیدنه کې له هغوي غوښتي چې په کوربه هېوادونو فشار راولي ترڅو د کډوالو د منل شویو حقوقو له نقض څخه لاس واخلي.
خوست په ملکي هوايي ډګر کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سرحدي پوليسو لپاره جوړه شوې ودانۍ او په دغه ښار کې د یوه مليپانګوال له لوري جوړ شوی جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، څه باندې ۵۶ زره افغان کډوال چې په زور له پاکستانه ایستل شوي وو، د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د دامان ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د مخکني حکومت د پخلاینې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له پاکستانه د افغان کډوالو په جبر اېستلو اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې هغوی ته د مرستو رسولو په برخه کې بېړني اقدامات وکړي.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د هېواد په ۸ ولایتونو کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې نږدې ۶۹ زره جربیه ځمکه راګرځول شوې ده.
د افغانستان کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ايستل د ټولو نړۍوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف عمل دی.
له هغه وروسته چې پاکستان له دغه هېواده افغان کډوال په زور ایستلو ته اړ کړل، تر اوسه لسګونه زره کډوال راستانه شوي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د اوبو سرچینو د کموالي له امله رامنځته شوو ستونزو او د پرلهپسې وچکالیو اغېز ته په پام اړتیا ده چې نړۍوال بنسټونه په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.