ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۵۶ زره افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي

د کډوالو وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۵۶ زره افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي

author avatar
4 Nov 2023 - 18:08
د کډوالو وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۵۶ زره افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي
author avatar
4 Nov 2023 - 18:08

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، څه باندې ۵۶ زره افغان کډوال چې په زور له پاکستانه ایستل شوي وو، د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.

پاکستان له دې مخکې یو عشاریه څلور میلیون افغان کډوالو ته چې د هغوی په وینا پرته له قانوني اسنادو دغه هېواد کې مېشت وو، د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې له یاد هېواد څخه ووځي، که نه نو په زور به وایستل شي.

د کډوالو او بېرته راستنیدو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي تورخم کې د تثبیت او هرکلي کمېټې د امریت د معلوماتو پر اساس د جمعې له نیمې شپې تر نن ورځ پورې پاکستان کې مېشت ۵۶ زره او ۸۷۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد راستانه شوي کډوال ۷ زره او ۱۰۹ کورنۍ دي.

سرچینې لیکلي، د تثبیت او هرکلي کمېټه کې له ثبت وروسته به یاد کډوال د کډوالۍ نړۍ‌وال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شي.

د راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه او څلور میلیون بي اسناده افغان کډوال ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې لړم میاشتې په ۱۰مه څلور زره او ۵۰۰ افغانان په زور له پاکستانه ایستل شوي او د کندهار سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.