سیمهییز مسوولین وایي، په لوګر، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې له څه باندې ۳۲۰۰ کورنیو سره نغدي او له ۲۲۰۰ کورنیو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرستې وشوې.
پوهنې وزارت وايي چې په هېواد کې د سړو سیمو ښوونځیو لومړنۍ دورې کلنۍ ازموینې د لړم په ۲۵مه او د منځنۍ او لېسو دورو ازموینې د لېندۍ په لومړۍ نېټه پیلېږي.
د غزني د اجرستان یو شمېر خلک د دغه ولایت له مالستان ولسوالۍ سره د غځېدلې لارې پنځه کیلومتره برخه چې په خوني کوتل کې تېره شوې، په خپل شخصي لګښت جوړوي او چارې یې نن عملاً پیل شوې.
د افغانستان بانک سرپرست د صرافانو ټولنې له استازو سره په لیدنه کې د افغانۍ د مبادلې نرخ د ټیکاو ساتنې او ترویج په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې د صرافانو فعالیتونو د میکانیزه کولو لپاره کار دې کار وشي.
د رسنیو مسوولينو او استازو تورخم کې له پاکستانه د راستنو شوو هېوادوالو غاړو کې د ګلونو په اچولو له هغوی هرکلی وکړ او له نړۍوالې ټولنې يې وغوښتل چې د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.
پروان کې امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې غلو یو کس په خپل کور کې وژلی دی.
د کابل ښاروالۍ وايي چې سبا د دغه ښار په ۲۲ ناحیو کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیلېږي او د کابل ښاریان کولای شي چې د یو ټن د ډبرو سکاره په ۹۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.
د کابل ښاروالۍ وايي، دوی له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، تورخم کې د یوه پنډغالي د جوړولو چارې پيل کړې.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې پرون ۳۸۰ کورنیو ته د ۹ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې پنځو نویو جوړو شوو روغتیایي مرکزونو ته د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت روغتیایي وسایل او ځينو نورو توکي ورکړل شول.
سېمهییز مسوولین وایي، په بادغیس کې له څه باندې ۳۲۰۰ کورنیو سره نغدي، په غور کې له ۵۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په فراه کې له ۲۰۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې مرستې وشوې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د ایران له کورنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې په دغه هېواد کې د بېلابېلو سپکو جرمونو په تور افغان بندیان دې خوشي او افغان حکومت ته دې وسپارل شي، څو د بند پاتې وخت د افغانستان په زندانونو کې تېر کړي.