بلخ کې ځینې قصابان وايي، دولتی مسلخ کې د لوی څاروي پر حلالولو ۱۴۵۰ افغانۍ او د کوچني څاروي پر ذبح کولو ۳۵۰ افغانۍ ورکوي چې دا ورته ډېرې دي او باید کمې شي.
د ننګرهار ولايت د امنیه قوماندانۍ مسوولين وایي، د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غزه کې پر یوه روغتون د اسراییلو بریدونه غندلي، د یاد هېواد کړنې یې جنګي جرایم بللي او په ملګرو ملتونو يې غږ کړی چې غزه کې د اسرایيلو د بشر ضد جرمونو مخه ونيسي.
د یوه افغان ځوان له لوري د نورستان په اړه جوړ شوی فلم نن په کونړ کې نندارې ته وړاندې شو.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهيدي تورخم ته د سفر پرمهال له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو هرکلی وکړ او له هغوی سره يې د خوړو مرسته هم وکړه.
د میدانوردګو لومړۍ حصې بهسودو ولسوالۍ کې د وزلوبې ولایتي لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه سیالۍ ترسره شوې.
د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د هېواد په ځینو ولایتونو کې له دوړو او خاورو سره مل له نسبي تېزو بادونو خبر ورکوي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په چوکاټ کې د قوشتېپې کانال د ساتنې په موخه د ځانګړو ساتونکو قطعه جوړه شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو او د الوان دښتې سبسټېشن پراختیا پروژو پاتې چارې چې ۳۶ میلیون ډالر لګښت پرې راځي، یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړې.
بدخشان کې مسوولین وايي، د ایله رنګ (یو طبي بوټی چې په بدخشان کې ډېر پیدا کېږي) نسل مخ په ورکېدو دی؛ ځکه ډېرو خلکو یې وهلو ته مخه کړې ده.
د ازموینې ملي اداره وایي چې د ترکیې د ازموینې اداره د افغانستان کانکور ازموینې سیسټم د نوي کېدو په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده او په دې اړه یوه پلاوي کابل ته سفر هم کړی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی له پاکستان او ازبکستان سره په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه اسلاماباد ته روان شو.