کابل (پژواک، ۴ غويی ۱۴۰۵): د معافیت نړۍوالې اونۍ له پیل سره هممهاله، د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د ناروغیو د مخنیوي او انسانانو د ژوند خونديتوب برخه کې د واکسینونو پر حیاتي رول ټینګار کړی او له کورنیو یې غوښتي چې د خپلو ماشومانو د واکسین تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د معافیت نړۍواله اونۍ نن (د اپرېل ۲۴مه) پیل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې واکسینونه په نړۍ کې د عامې روغتیا له مهمو وسایلو ګڼل کېږي او په تېرو ۵۰ کلونو کې یې له ۱۵۰ میلیونو څخه د زیاتو انسانانو ژوند ژغورلی دی.
د دغپ سازمان په خبره، دغه لاستهراوړنه د هغو کسانو او کورنیو د پرېکړې پایله ده چې غواړي د شري، ډیفتري، تورې ټوخلې، پولیو او روټا وایروس په څېر ناروغیو پر وړاندې ځانونه وساتي.
همداراز دغه سازمان زیاته کړې چې اوسمهال د ملاریا، د انسان د پاپیلوما ویروس (HPV)، کولرا، ډینګي، مننژیت، د تنفسي سنسیشیل ویروس (RSV)، ایبولا او اېمپاکس پر ضد نوي واکسینونه هم د انسانانو ژوند ژغوري او علمي پرمختګونه له خلکو سره مرسته کوي چې اوږد او روغ ژوند ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د معافیت نړۍوالې اونۍ پر مهال دې نړۍ ته وښیو چې ځیني کورني دودونه د راتلونکو نسلونو لپاره د انتقال ارزښت لري. د “د هر نسل لپاره واکسین اغېزناک دې” تر شعار لاندې، دا اونۍ ښيي چې واکسینونه څنګه خلک، کورنۍ او ټولنې د ناروغیو پر وړاندې د نسلونو لپاره ساتلي دي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د معافیت پروګرامونه پیاوړي کړي او د اړینو واکسینونو عمومي لاسرسی د لومړیتوب په توګه تضمین کړي، څو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو روغتیا خوندي شي.