د کندوز حوزوي روغتون مسوولین وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۶۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې د تېر کال په نسبت نږدې ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په سرخکانو سیمه کې د لس اعشاریه درې میلیون افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
غزني کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې یو کس له اتهنیم کیلوګرامه هیرویینو سره یو ځای ونیول شو.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د دوه زرو ښځو په ګډون څه باندې ۱۱ زرو کسانو ته په پرمختیایي پروژو کې لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې له لوري د ځوانو استعدادونو د ودې په موخه ننګرهار کې د غازي امانالله خان يو ورځنيو سياليو ټورنمنټ د بست لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېد.
د افغانستان بانک وایي، ننګرهار کې یې د ۱۱۸ میلیون او ۸۵۵ زره افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه یې سوځولي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د نږدې ۱۴۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو سړک کانکرېټ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ وایي چې په دغه ولایت کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د دغې ټولنې سرپرست د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو سیمو ته مرستو راجلبولو په موخه چین ته تللی دی.
په بغلان کې د دغه ولایت، کندوز او فاریاب ولایتونو د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ازادې مبارزې (فري فایټ) سیالۍ ترسره شوې.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، له پاکستانه ایستل شوو ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د لازمو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکايي ډالروته اړتیا لري.
د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغانستان کې «مشروع نظام» شته او له پاکستانه سره د اړیکو ستونزه نه لري.