سیمهییز مسوولین وایي، په فراه، پروان او غور ولایتونو کې له څه باندې اووه زره کورنیو سره د خوراکي توکو او په غزني کې له دوه سوه بېسرپرسته کورنیو او معلولینو سره د خیاطۍ ماشینونو او زرنجو مرستې وشوې.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په څلورو ولایتونو کې له پېرېدونکو څه باندې ۶۹۱ میلیون او ۷۹۹ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د هند کرکټ غوره لیګ سیالیو (ایپياېل) په راتلونکي پړاو کې پنځه افغان لوبغاړي لوبډلو له ځان سره وساتل چې هغوی به یو ځل بیا له خپلو پخوانیو لوبډلو سره ولوبیږي.
افغان او ایراني چارواکو په کابل کې د ليدنې پر مهال، ایران کې د افغان ماشومانو د ښوونیز حالت پر څرنګوالي، د پوهنې په برخه کې د دوه اړخیزه تجربو پر شریکولو، رښتني ګاونډیتوب او د دوه اړخیزو مشترکو ګټو پر پاللو خبرې کړې دي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د بشري مرستو د وېش د دوام ستاینه کوي، خو وايي چې باید د مرستو د وېش لړۍ بدله شي او مرستې د کار په بدل کې ووېشل شي.
په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون اړوند د روغتيايي کمېټې مسوولین وايي، له پاکستانه د کډوالو راستنېدو د بهير له پراخوالي سره د ساري ناروغيو د انتقال اندېښنې موجودې وې، خو دوی دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د غزني برېښنا شرکت مسوولین وايي، د دغه ولایت مرکز اړونده په ځینو سیمو کې پنځه زره کورنۍ د شاوخوا ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت له برېښنايي خدمتونو برخمنې شوې دي.
ځايي مسوولین وايي چې په غور کې له ۱۴۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره او په دایکنډي کې له ۸۵۰ مالدارانو سره نغدي مرستې وشوې.
د نیمروز امنیه قومانداني د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د څه باندې زر کیلوګرامه کیمیاوي توکو د کشف او ضبط خبر ورکوي او وايي چې په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د نیمروز ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې له اسلامي امارته غواړي چې د دغه ولایت د تاریخي او لرغونو سیمو د تخریب مخنیوی وکړي چې د دغه ولایت مسوولین وایي، حکومت د تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره پروګرامونه لري.
د جوزجان د مردیان ولسوالۍ ځيني زدهکوونکي له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ ښوونځیو ته مجهز لابراتوارونه جوړ کړي او د ساینسي نوښتونو لپاره دې وسایل ورکړي.
د ترکیې هېواد د ټیکا موسسې په مالي ملاتړ د میدانوردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د غنمو اصلاح شوي تخم د کرلو دودولو په موخه شل ازمایښتي کروندې جوړېږي.