ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور او دایکنډي کې له نږدې زرو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

غور او دایکنډي کې له نږدې زرو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

فېروز‌کوه – نیلي (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): ځايي مسوولین وايي چې په غور کې له ۱۴۰ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو سره او په دایکنډي کې له ۸۵۰ مالدارانو سره نغدي مرستې وشوې.

د دایکنډي د اقتصاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولایت کې «د وطن ټولنیزې او تخنیکي موسسې» له لوري له ۱۴۰ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

سرچینې لیکي چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۶۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي.

د یو بل خبر له مخې، د غور والي عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د کرنې ریاست «د اکشن‌اېډ موسسې» په مالي ملاتړ په تیوره ولسوالۍ کې د څاریو لپاره د ژمنویو خوراکي توکو برابرولو په موخه له ۸۵۰ څاروي لرونکو سره د نغدو پیسو مرسته کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په دې مرسته کې هر مالدار ته اووه زره او درې سوه افغانۍ ورکول شوې دي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.