د افغانستان بانک وایي، ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ اړ دي چې د امریکایي ډالرو انفرادي حسابلرونکو ته په اونۍ کې زر امریکایي ډالر او د افغانۍ انفرادي حسابلرونکو ته په اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ ورکړي.
د مالیې وزارت وايي، په بوریو کې د راواردېدونکو وچو شیدو، د تعمیراتي رنګ، د پلاستیکي یووار مصرف لوښو، د قالینو، موکتونو او نورو فرشونو، د ترکي بخاریو، د تریشر ماشینونو، د مالټو او کینو او د مصنوعي پنبې پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولتاباد او بلچراغ ولسوالیو کې یوې ۱۲ کلنې نجلۍ او یوه ۲۵ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
جاپان کې د «اسپرې» په نوم د امریکا متحده ایالتونو یوه الوتکه لوېدلې او له سپرلیو یې یو کس مړ او اووه نور نادرکه دي.
د کاناډا د کډوالو چارو اداره وایي چې په یوه چارټر الوتنه کې یې له پاکستانه ۲۹۵ نور افغان کډوال دغه هېواد ته یې لېږدولي دي.
د افغانستان بانک وایي، بلخ ولایت کې یې ۵۳۸ میلیون او ۳۹۱ زره افغانیو زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
مالیې وزارت وایي، د غیر انتفاعي موسسو لپاره د مالیاتي معافیتونو بهېر په انلاین بڼه شو او له دې وروسته د یادو کورنیو او بهرنیو موسسو استازي کولی شي چې په لنډ وخت کې د مالیاتي معافیتونو بهېر طي مراحل کړي.
بامیان کې ځایي مسوولین وایي، د ضحاک ښار چې د دغه ولایت یو له اتو لرغونو سیمو دی او د ملګرو ملتونو په علمي او فرهنګي سازمان کې ثبت هم دی، د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
د هرات د دوه ورځنۍ امنیتي ناستې یوولسمه غونډه د «افغانستان ته بیا کتنه؛ بېلابېلې تګلارې» تر سرلیک لاندې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پیل شوه.
د تخار ولایت د تالقان ښاروالۍ د ښار د واټونو پراخوالي او د ډېرې ګڼېګوڼې مخنیوي لپاره د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ښار د تفصیلي پلان پلې کولو چارې پیل کړې.
د هېواد شمال زون کې د الفتح ۲۰۹ قولاردو مسوولین وایي چې د دوی فني او مسلکي انجنيرانو ۹۰ بېلابېل نظامي وسايط ترمیم او بېرته فعاله کړي دي.
د افغاني سره میاشتې ټولنه په راتلونکي ژمي کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله له زیانمنو شوو سره د لازمو مرستو له چمتوالي خبر ورکوي او وايي، د هرات زلزلهځپلو او له پاکستانه په زور ایستل شوو هېوادوالو ته یې هم لازمې مرستې وېشلې دي.