رسنیو راپور ورکړی چې د اندونیزیا په سولاوسي جزیره کې د نیکلو ذوب کولو یوه کارخونه کې د چاودنې له امله ۱۳ مړه او ۳۸ کسان ټپیان شوي دي.
د اقتصادي کمیسیون له خوا موظفې کمېټې د مس عینک پروژې د ژر پیل د نوې طرحې په اړه له قراردادي شرکت سره خبره کوي او په هېواد کې د مازون نفتو تصفیهخونې جوړولو ته پانګوال جذبوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر مرستیال، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې سږ کال ژمی افغانستان کې پر ۱۶ میلیون کسانو بشري مرستې وېشي.
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی عبدالکریم بدخشي نن شپه له خپل روسي سیال تولي کندراتوف سره لوبه کوي.
بامیان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۵۶ میلیون افغانیو په لګښت د ښځو یو ځانګړی سوداګریز، فرهنګي او تفریحي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معین وایي چې د اسلامي امارت اصالت کار، پرمختګ او خلکو ته په ریښتني ډول خدمت کول دي، د هغه په وینا، تېرو شلو کلونو کې د ا.ا د دوو کلونو په اندازه کار او خدمت نه دی شوی.
د افغانستان ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د بغلان ولایت مربوطاتو کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر غزې د اسرائیلو د بیا ځلي پیل شوو بریدونو د درېدو غوښتنه کړې، وایي چې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۲۰۰ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان بانک سرپرست وایي، دغه بانک غواړي د افغانستان بانکي او مالي سکټور په بشپړه توګه اسلامي کړي او له ربا او نورو حرامو کړنو یې پاک کړي.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف لومړۍ او شپږمې ناحیې تر منځ د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلومتر سړک پخولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار کانال رياست وايي، په دغه ولايت کې به سږ کال تر درې زره ټنه مالټي تولید شي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.